افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۳زره۵۰۰ زیات افغان کډوال ایستلي دي

له ٣زره ٥٠٠ څخه زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختیاري» ډول ایستل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (چهارشنبه، د غبرګولي ۲مه) له دغو دوو هېوادونو څخه ۳زره۵۳۷ کډوال ايستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي وو.

د طالبانو ترادارې لاندې د کډوالو وزارت ویلي، چې تیره ورځ يوزرو۱۵۱ تنه کډوال له پاکستان څخه ویستل شوي دي.

په ورته مهال، ياد وزارت وايي، په تېره یوه ورځ کې ۲زره۳۸۶ افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه او جبري توګه ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورخم له لارې د ۱۴۲ کورنیو په ګډون ۷۸۱ تنه  او د ۷۰ کورنیو په ګډون ۳۷۰ تنه نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ترادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲زره۳۸۶ تنه چې  جره ګان او کورنۍ پکې شاملې دي، هېواد ته داخل شوي دي.

د دې خبرپاڼې پربنسټ، له ايرانه په راستانه شویو کسانو کې ۱۹ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د دغو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.