افغانستان

کانګرس د افغانستان د وتلو په اړه د بایډن پخوانۍ ویاندې ته د «احضارولو» ګواښ وکړ

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې جین پیساکي ته خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان څخه د امریکا د ناکامې وتلو په اړه د کمیټې په وړاندې په مرکه کې حاضره نه شي، نو هغه به د «احضار» شي.

نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک کال پرون (چهارشنبه، د می ٢٢) د میرمن پیساکي وکیل ته یو لیک استولی.

د دې راپور پربنسټ، د مک کال په لیک کې راغلي: «جین پیساکي تورنه ده، چې له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د وتلو په اړه یې خلکو ته [د رسنیو له لارې] معلومات ورکول او له افغانستان د وتلو د پلان او پرېکړې، د طالبانو چټک واک ته رسېدل او دله دغه هيواده د امريكا او د متحدينو د تخليې په اړه مهم معلومات لري.»

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ وياندې تر دې وړاندې په یوه ټلویزیوني مرکه کې د بایډن د پرېکړې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو جزیات په ډاګه کړل.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر په لیک کې راغلي دي: «له بده مرغه پیساکي د وتلو او شاتګ په اړه روایتونه وړاندې کړي چې زما څیړنه ناسمه د».

په دې لیک کې مک کال یادونه کړې چې دا کمیټه به د میرمن پیساکي د مهمو څېړنو په بهیر کې هيڅ خنډ ونه زغمي او چمتو ده چې د امریکا د استازو په حضور کې د هغې سره د خبرو او شهادت لپاره له ټولو وسایلو کار واخلي. 

نیویارک پوسټ لیکلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه تمه لري چې په روان اوړي کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه هر اړخیز راپور خپور کړي.

د دغه راپور له مخې مایکل مک کال وویل: «دا د اندېښنې وړ ده چې مېرمن پیساکي د افغانستان له ناورین څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې ده او د راپورونو په لیکلو او خلکو ته د هغوی په وړاندې کولو کې د هوساینې احساس کوي؛ خو نه غواړي چې د امریکا د خلکو د ګټو او ارادو په استازیتوب کانګرس ته حاضره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د امریکا د کمزوري پلان له مخې وتل، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د داعش خراسان ډلې لخوا ځانمرګی برید چې په پایله کې یې دیارلس امریکايي پوځیان او سلګونه افغانان ووژل شول او له ۲۰ کلونو وروسته پر افغانستان د طالبانو بيا واک تل د «ناکامې وتنې» په توګه یاد شوي.