افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام: سیلاب ځپلې ولسوالۍ اوس د خوړو ناورين سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام په یو راپور کې ويلي، په افغانستان کې د سېلابونو ځپلې ولسوالۍ اوس د «خوراکي توکو د نا خوندیتوب له ناورين » مخ دي.

په ياد راپور کې دغه سازمان په راتلونکو میاشتو کې د هیواد په شمال ختیځو او شمال لویدیځو سیمو کې د تېرو دوو اونیو د سیلابونو د اغېزو د لا ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې د وروستیو سیلابونو یو لامل په افغانستان کې له وچ ژمي وروسته غیرمعمولي او سخت بارانونه دي، چې «ځمکه یې د باران د جذبولو لپاره سخته کړې ده.»

د خوړو نړیوال پروګرام همدا راز ویلي، چې په هیواد کې وروستیو ویجاړونکو سیلابونو تر ۸۰ زرو ډیر کسان زيانمن کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي: «په افغانستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو پرله پسې ناورینونه د دغه هیواد خلک دلا زیاتې بې وزلۍ لور ته بيايي .»

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هساٸو وى لي ويلي: «د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ښه کولو لپاره وروستۍ هڅې اوس د ناکامېدو له ګواښ سره مخ دی.»

هغه وايي چې په افغانستان کې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او په ټولنيزو زېربناوو  اوږدمهاله پانګونې ته اړتيا لري.

د دې سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د موسمي بحران په بدترېدو سره، تمه کیږي د سیلابونو زیانونه هر کال زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په فاریاب او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله نږدې ۱۵۰ کسان مړه شوي وو.

یونیسف پرون (سه شنبه د غبرګولي لومړۍ) په خپل راپور کې ویلي، چې په غور ولایت کې سېلابونو څه باندې دوه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.