سوداګري

طالبانو دپنجشير۳زره۳۱۸ قیراطه زمرود وپلورل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، نن (سه شنبه) د پنجشیر ۳زره۳۱۸ قراطه زمرد يې په  ۲۶۹زره۵۵۹ ډالرو پلورلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مزايده بولۍ کې يې د پنجشېر د ياقوتو لومړى کان د  زرو ډالرو په ارزښت پر سوداګرو وپلوره.

په همدې حال کې دطالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت احصایې ورکوي چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د زمرد ۲۰۰ کان کیندونکو ته د فعاليت جواز ورکړى، چې له خرڅلاو یې «میلیونونه» ډالر ترلاسه کړي دي.