افغانستان

شاعر عزت الله ځواب له څلورو میاشتو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو

په ننګرهار ولایت کې د مینې مجلې بنسټ ایښودونکی او شاعر عزت الله ځواب د څلورو میاشتو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو.

د هغه کورنۍ آمو ته ویلي، چې نوموړی پرون (دوشنبه) د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

ښاغلی ځواب د تېر (لمريز)کال د دلوې په څلورمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

طالبانو تر دې دمه د هغه د نيولو د علت په اړه څه نه دي ويلي.