افغانستان

مېلر: القاعده لا هم د امریکا لپاره یو ګواښ دی

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال آسټن سکاټ مېلر د امريكا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې القاعده لا هم د امریکا لپاره یو «ګواښ»دی.

ښاغلي مېلر په دې خبرو کې ويلي: «زه فکر کوم تر هغه چې دا يوه مفکوره او فعالیتونه وي،د امریکا د ګټو لپاره به یو ګواښ وي.»

مېلر د دغې کمېټې له مشر مایکل مک کال سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکا د شتون د وروستیو میاشتو، د دوحې د تړون، د ځواکونو د وتلو او نورو مهمو پېښو په اړه توضيحات ورکړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د دوحې د خبرو اترو پر مهال د ده اصلي اندېښنه د افغانانو د دوامداره ملاتړ حخه ډاډ ترلاسه کول و.

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې موږ د دې تړون د پوځي برخې په توګه خورا اندیښمن وو هغه دا وو چې موږ نه غوښتل افغانان پریږدو، موږ نه غوښتل چې یو داسې تړون رامینځته کړو چې افغانان له ملاتړ څخه بې برخې پاتې شي او طالبانو ته اجازه ورکړي چې خپلو برېدونو ته دوام وکړي.»

د ښاغلي مېلر په وینا، طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پوځي، او ددوى قراردادیانو او هر هغه چا په ګډون چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ملاتړ يې کاوه د شتون بشپړ ختمولو غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۲۱ میلادي کال (۱۴۰۰ هـ ل) کې مېلر اټکل وکړ چې طالبان په افغانستان کې د پوځي واکمنۍ په لټه کې دي. هغه وویل: « په ٢٠٢١کال کې ، ما ارزونه وکړه چې طالبان یوازې د خپلو کړنو په واسطه د واک اخیستو په لټه کې دي.»

مېلر یادونه وکړه چې د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، طالبانو د تاوتریخوالي په اړه خپله تګلاره بدله کړه او د افغان پوځ پر پوستو یې بریدونه زیات کړل څو دغه حکومت ته لا ډېر  تلفات واړول شي.

د بايډن ادارې د ٢٠٢١کال په پیل کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د واک شریکولو «د سولې حاکمیت» وړاندیز په اړه بحث کولو سره مېلر ومنله چې طالبانو افغان حکومت ته د«غیرقانوني حکومت » په سترګه کتل او دا لرې وه چې د واک شریکولو کوم ترتیب يې منلى وى.

هغه همداراز وویل، چې د ولسمشر بایډن لخوا د ٢٠٢١ کال د اپریل په ١٤ د امریکایی ځواکونو د وتلو اعلان د افغان ځواکونو مورال بدل کړ او د خبرو اترو لپاره یې د طالبانو انګیزه له منځه یوړه.

ښاغلي مېلر زیاته کړه، چې د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې طالبانو د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره ټینګې اړیکې ساتلې.

مېلر، چې د ۲۰۱۸ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت او امریکايي ځواکونو قومانده يې پر غاړه درلوده، یو متقاعد څلور ستوریز جنرال او د ډیلټا ځواک پخوانی قوماندان دی. نوموړی په افغانستان کې تر ټولو ډېر وخت لپاره جنګی قومندان و چې نږدې درې کاله  په دې دنده پاتې شوى و.