افغانستان

طالبان: وروستیو سیلابونو له امله۲۹۴ کسان مړه شوي

Floods in Ghor province, Afghanistan, May 4. 2024.

طالبان وايي، د غويي له ۲۰مې راهيسې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۹۴ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په دغو سېلابونو کې ١٤ زره ٩٠٠ کورونه ويجاړ اويا زيانمن شوي او ٦ زره ٥٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دوشنبې په ورځ وویل چې په بغلان ولایت کې وروستیو سیلابونو ۶۰ زره کسان اغیزمن کړي دي.

د يوناما د بشري چارو مرستيالې اندريکا راتواته دغه ولايت ته په يو سفر کې وويل چې د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې د سېلابونو له امله ١٨٢ کسان چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، مړه شوي دي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په بغلان کې د تېرې اوونۍ دسېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۱۵ تنه و.