نړۍ

مرستو ته د غزې د خلکود نه لاسرسي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى چې د غزې خلک د خوراکي توکو او درملوپه ګډون د مرستو بستو ته لاسرسى نه لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې مشر آدم ووسورنو ویلي دي، چې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره د مرستو رسولو لپاره زېرمې او د سون توکي ختم شوي دي.

ښاغلی وسورنو وايي، په مصر کې د مرستو بستې په ټپه ولاړې دي او له دوو ورځو راهیسې غزې ته د رفح د لارې د بندېدو له امله هېڅ ډول مرستې نه دي رسېدلي.

هغه وايي:«هغه څه په اړه چې غزه کې پېښېږي نور څه نه لرو. موږ دا یوه غميزه، یو بد خوب او د ځمکې پرمخ دوزخ په توګه يادوو.»

د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې دغه چارواکي د امنیت شورا ته ویلي چې د مصر پر پوله د رفح د لارې تړل کېدو د لږ تر لږه د ۸۲ زره ټنه مرستو درسولو مخه نیولې ده؛  پداسې حال کې چې د «دښمنۍ، ننګوونکو تدارکاتي شرایطو او د همغږۍ پیېچلو کړنلارو» له امله د اسرایل کرم شالوم دروازې ته لاسرسی محدود شوى دى.

د رویټرز د راپور له مخې، مصر پرون (دوشنبه، د می ۲۰مه) اعلان وکړ چې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له خوا د مرستو رسولو لپاره د ګواښ له امله دغه لاره تړل شوې ده.

دغه خبری آژانس هم لیکلی دی چې د غزې په سويل (رفح ښار) کې د مرستو رسولو بهیر ځنډېدلى دی؛ هغه اقدام چې دملګرو ملتونو په وینا،  ۹۰۰ زره کسان يې تېښتې ته اړ کړي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو سفير ګيلاد اردان د امنيت شورا ته ويلي، چې اسراييل بله چاره نه لري. پرته له دې چې په ​​​​رفح کې حماس تعقیب کړي، د «فعال جنګ سيمې» څخه د ملکي خلکو د ايستنې ملاتړ بايد وشي او ونه غندل شي.

د اسراییلو سفیر وویل:«مونږ دوی (فلسطینیان) یوې ټاکل شوې بشري سیمې ته لېږدولي چې له مرستو ډکه ده.موږ هیله دا ده چې ډیری ملکي وګړي رفح پرېږدي او د ګواښ له لارې لرې شي، دا تخليه موقتي او د بیرته راګرځیدو وړ ده خو ځاني تلفات د بېرته راګرځېدو وړ نه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو د مرستې رسوونې مسٶل آدم ووسورنو په نویو ځایونو کې د فلسطینی کډوالو وضعیت «ترهیدونکی» بللی دی.