نړۍ

هند د ایران د ولسمشر د مړینې له امله یو ورځنی ماتم اعلان کړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت دايران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړینې له امله د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ په خاطر سبا (سه شنبه) ملي ماتم اعلان کړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د دغې پیښې په مناسبت د ایران له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

له دې وړاندې سوریې، پاکستان او عراق هم  د ابراهیم رئیسي د مړینې په مناسبت ملي ماتم اعلان کړى دی.