افغانستان

ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د يوناما د بشري چارو مرستيال اندريکا راتوته دې ولايت ته د سفر پر مهال وويل چې په سېلابونو کې ١٨٢ کسان چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، مړه شوي دي.

ښاغلي راتوته ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې او اړتیاوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال د ملګرو ملتونو سازمان او همکارانو يې په بغلان کې له ١٥زره سېلاب ځپلو سره مرستې کړې دي.

بغلان کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه شوي، چې په دوى کې ۵۱ تنه ماشومان وو.