نړۍ

د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو د نیولو غوښتنه وکړه

د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په تور د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د حماس  مشر یحیی سنوارد نیولو غوښتنه کړې ده.

هغه ويلي، چې د جرمونو نړیواله محکمه د اسراییلو د دفاع وزیر يو آو ګالانت او د حماس د سیاسي ډلې د مشر اسماعیل هنیه په ګډون د حماس د دوو نورو لوړپوړو مشرانو په اړه هم د امر د صادرولو په لټه کې ده.

په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ په جګړه کې تر ۳۴زره۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په اسراییلو کې د دې جګړې تلفات يوزرو۲۰۰ تنه دي.