نړۍ

 د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر امریکا د رئیسي د چورلکې د نسکورېدو اصلي عاملین بللي

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي، امریکا د ایران د ولسمشر د چورلکې د نسکورېدو له اصلي عاملینو څخه ده.

هغه په ​​ایران باندې د امریکې لخوا لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ويلي: «د پرونۍ غمیزې اصلي عاملین د امریکې متحده ایالات دې، چې د عدالت د نړیوالې محکمې د حکم له مخې یې پر ايران د الوتکو او چورلکو په پلور بندیز لګولى دى.»

د هغه په ​​وینا، امریکا د ایران خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د هوايي چلند ښې اسانتیاوې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «دا موضوع به خامخا د ایران د ملت پر خلاف د امریکا د جنایتونو په تور لست کې ثبت شی.»

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او حسین امیر عبداللهیان دسپرلۍ چورلکه پرون (یکشنبه د غويي دېرشمه) د اذربایجان له پولې څخه د تبرېز ښار ته د ستنېدو پر مهال نسکوره شوه. د دغې چورلکې ټول سپرلۍ چې شمېر یې اته تنه وو، پکې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.