نړۍ

ایران پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د مړینې په مناسبت پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پر اېکس ویلي، چې په دغه هیواد کې به پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان کړي.

هغه همداشان د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د هغوی ملګرو ژوند له لاسه ورکړ؛ دایران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ۷ نور ملګري یې پرون (یکشنبه، د مٸ ۱۹مه) د اذربایجان په ورزقان کې د چورلکې د لوېدو په پايله کې مړه شول.

د ایران حکومت نن سهار په رسمي ډول د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړینې خبر اعلان کړ.

تر اوسه د دې چورلکې د«غورځېدو» لامل نه دی څرګند، خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د« هوا د خرابوالي» له امله غورځېدلې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال سقوط شوې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهيان په ګډون ٨تنه نور په دې چورلکه کې سپاره وو،مړه شوي دي. ایراني رسنیو په دغه چورلکه کې د سپرو د مړېنې خبر تایید کړى دى.