افغانستان نړۍ

د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راپارولي دي

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په یو پیغام کې د ایران له حکومت او هېوادوالو سره خواخوږي څرګنده کړې او د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان او د هغوی د ملګرو مړینه یې « زړه بوږنونکې غمجنه او ژوره خواشینونکی.» بللې ده.
د افغانستان په پخواني حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د مړینې په غبرګون کې پر اېکس یو پیغام کې خپله خواخوږي او غمشريکې څرګنده کړې ده.
نوموړي په دغه پیغام کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مړینه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو  وزیر په ګډون ۸ تنه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ولسمشر ابراهیم رئیسي ترڅنګ د دې هيواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم مړ شوى دى.
د دغو راپورونو له مخې، د ولسمشر د ساتونکو مشر مالک مهدي مسوي، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ایران دسپاه انصار المهدي يو غړى، د چورلکې پیلوټ، یو همکار پیلوټ او کروچف چې هویت یې نه دی څرګند؛ هم مړشوى دى.
تر دې مخکې د ایران د اجرائیه ریاست مرستیال محسن منصوري د ابراهیم رئیسي مړینه تایید کړې وه.
د ایران دولتي رسنۍ مهر خبری اژانس له دې وړاندې خبر ورکړی و، چې ښاغلی رئیسي او د دغې چورلکې ټولو سپرو  خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
تر اوسه د دې چورلکې د «غورځېدو» لامل نه دی څرګند، خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د «هوا خرابوالي» له امله  غورځېدلې ده.
د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال غورځېدلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په دغه چورلکه کې له هغه سره و. ایراني رسنیو د ښاغلي عبداللهیان او د دغې چورلکې د نورو سپرلیو وژل کېدل هم تایید کړي دي.