ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شمالي امریکا سینټ کېټس هیواد ته ورسیده

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د کرکټ جام د شل آورېزو سیالیو ته د چمتووالي په موخه د شمالي امریکا یو ټاپويي هیواد سینټ کېټس اينډ نيوېس  ته رسیدلي دي.

د هېواد ملي لوبډله به نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه په لس ورځني کمپ کې تمرین وکړي.

د افغانستان لوبډله د پنجشنبې په ورځ له کابله متحده عربي اماراتو ته ولاړه او هلته له نورو افغان لوبغاړو سره چې د هند په لیګ کې لوبېدل، یوځای شول.

افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د جون په څلورمه (د غبرګولي پر ۱۵مه) د یوګانډا پر وړاندې ترسره کړي.