افغانستان

قطر په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره ۶۰ ټنه مرسته وکړه

د قطر خیریه بنسټ خبر ورکړی، چې تر دې دمه د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره دريو الوتکو کې ۶۰ ټنه بشري مرستې دغه هېواد ته استول شوې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په دغو بشري مرستو کې چې د قطر د هوایی ځواک په واسطه لېږل شوي دي، ۴۸ ټنه خوراکی توکی، زر خوراکی کڅوړې او د ٣زرو کمپلو  په ګډون ۱۴ ټنه د لومړنیو اړتیاوو توکي شامل دي.

دغه مرستې په بلخ او تخار ولایتونو کې له اتو زرو زیانمنو شویو سره شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې يادې مرستې د قطر خیریه بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ په زیانمنو شویو کسانو وېشي.

د دغه راپور پر بنسټ، قطري پلاوی په افغانستان کې وضعیت او د بېړنيو بشري اړتیاوو ارزونه  هم کوي.

د قطر د خیریه بنسټ د مرستو د څانګې مدير ټینګار وکړ چې دغه سازمان به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورستيو سيلابونو له امله په هيواد کې په تېره بیا په بغلان ولایت کې سلګونه کسان مړه شوي دي. د سېلابونو له امله د خپلو کورونو د ويجاړېدو له امله زرګونه کورنۍ بې کوره شوي چې او اوس په خلاصه فضا کې بې برخليکه ژوند کوي.