افغانستان ښځې

دشنبه هاى ارغواني غورځنګ: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب فیس دې له اماني صندوق او طالبانو ته له اونیزو مرستو ورکړل شي

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب فیس دې  له اماني صندوق  او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته داونيزې ۴۰ میلیون ډالري مرستې له کڅوړو ورکړل شي.

دغه غورځنګ  د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د رايې ورکولو د حق پر ځنډولو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې اوسنيو حالاتو ته په  کتو ، ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې یوناما د دې پر ځای چې روان وضعیت درک کړي، طالبانو ته د بشري مرستو او تعامل تر نامه لاندې «باج» ورکوي.

د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: «عمومي اسامبلې د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹ مادې  له پام غورځولو سره، د نړۍ په ستر سازمان کې د افغانستان د خلکو یوازینی غږ چې د رايې حق دى؛ اخيستى دى»

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو د «خپل سري او ظالم حکومت» پر وړاندې د افغانانو د «رښتيني» غږ ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د روانو حالاتو په درک کولو سره د افغانستان د مظلومو وګړو له حقونو څخه دفاع وکړي او د افغانستان استازي ته د رايې ورکولو حق بېرته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې  ملګرو ملتونو د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله ځنډولی دی.

د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، هر هغه هېواد چې د دغه سازمان غړی وي او د دوه پرله پسې کلونو یا تر دې زیات د غړیتوب فیس ادا نه کړي، په عمومي غونډې کې د رای ورکولو له حقه بې برخې کېږي.