افغانستان نړۍ

سږکال په نړۍ کې٣٠٩ ميليونه خلک د «سخت خوراکي ناخوندیتوب» سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۳۰۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت ناخونديتوب سره مخ دي.

دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، «د لوږې شمېر په ۷۲ هېوادونو او سیمو کې، چې په اړه يې معلومات په لاس کې شته، مشخص شوى دى».

په دې راپور په ښکاره ډول د افغانستان د وضعیت په اړه څه نه دي ويل شوي؛  خو ويل شوي چې په ۴۵ هېوادونو کې ۴۲ میلیونه وګړي د “بېړني یا له لوږې څخه بدتر” حالت کې دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د بې وزلو ټولنو په خوړو کې د ویټامینونو، منرالونو او نورو غذایي موادو په برخه کې کمښت ددوى غذايي رژيم ته زيان رسوي او د نړۍ د میلیونونو خلکو په روغتیا، ژوند او د ټولنې او د ټولو هېوادونو په راتلونکې باندې اغېز کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د موسمي بدلون، طبیعي آفتونه، بې وزلي، جوړښتي نابرابري او په تیرو کلونو کې د کرونا ویروس د خپریدو پایلې د اوسني وضعیت د عواملو په توګه یاد کړي دي.

ياد سازمان وايي، دغه لاملونه په نړۍ کې د لوږې د ډېرښت لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پربنسټ، تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.