افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې څه باندې ۱۴۰ کډوالې کورنۍ  ايستلي

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۴۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه او په زوره ایستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په تېره يوه ورځ (د غويي ٢٩مه) له پاکستان او ايران څخه ١٤١ کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د قندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له پولو افغانستان ته داخل شول.

په ياد راپور کې ویل شوي، چې ۹۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۱۹ کورنۍ په نیمروز کې دپل ابرېشم او  ۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پاکستان نږدې زر تنه کډوال په زوره ويستلي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالوچارو وزارت د راپور له مخې، دغه کډوال د پنجشنبې په ورځ (غويي٢٧) او جمعه (غويي ۲۸) له دغه هیواده ویستل شوي دي.