افغانستان

طالبانو د هیواد په ١٦ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

په دغه خبر پاڼه کې سبا (یکشنبه د غويي ۳۰مه) دسالنګ په ګډون هرات او فراه، بدخشان، تخار، پنجشیر، نورستان، کنړ، کاپیسا، پروان، بامیان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، غور، بادغیس په ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه د ١٥ او ٣٠ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.