افغانستان

طالبان وايي، د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون یې توشيح کړی

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون،  چې  ۳ فصلونه او ۲۷ مادې لري؛ د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا توشيح شو.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې «صحتمن یا کارکولو وړتيا لري او د یوې ورځې خوراک لري له سوال کولو منع دي».

همدارنګه، د دغه قانون پر بنسټ، طالبانو «د سوالګرۍ په موخه د دغو کسانو له خوا د ماشومانو، معیوبو او معلولو کسانو کارول» منع کړي دي.

طالبان وايي، چې د همدې قانون پر بنسټ يې په ۱۵ دفترونو کې د سوال غوښتنې څخه د مخنيوي کمېسيونونه جوړ کړي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «د داسې سوالګرو او ددوى تنظيموونکو کسانو لپاره چې د مرستې له ترلاسه کولو وروسته سوال کوي، د بندي کولو پلان هم جوړ شوی دی.»

طالبانو په داسې حال کې د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنيوي قانون توشيح کړى، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړيوالو سازمانونو ويلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د اساسي قانون په ګډون د قانون په تشه کې ژوند کوي.