افغانستان

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې ماشومان د «ناهيليوکندې» ته غورځولي دي

د ماشومانو د ساتنې نړيوال سازمان وايي،  وروستیو سیلابونو، اقتصادي ناورين  او د امریکا له وتلو وروسته د اړینو خدمتونو کمښت په افغانستان کې ماشومان د «ناهیلیوکندې» ته غورځولي دي.

د ياد سازمان په نوي راپور کې ویل شوي: «وروستیو سیلابونو او سختو بارانونو د هغه هیواد وضعیت خراب کړی چې د وروستيو لسیزو کې ترټولو بد بشري ناورين  سره مخ دی.»

دغه سازمان په خپل تېر راپور کې ویلي و، چې د وروستیو ویجاړونکو سیلابونو په پایله کې یوازې په بغلان ولایت کې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي چې په بغلان ولایت کې د وروستیو مرګوني سېلابونو په پایله کې تر ډېره ماشومانو خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان وايي، ماشومان اوس په سیلاب ځپلو سیمو کې، په خلاصه فضا کې تر ونو لاندې او یا هم د خپلو کورونو په کنډوالو کې ژوند کوي.

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان وايي، چې د دوی روغتیايي ټیمونو تر اوسه يو زرو۷۵۸ کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دغه راپور له پر بنسټ، دغه بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې پنځوس زره لیتره د څښاک اوبه وېشلې دي او همدا راز وايي چې د خپلو سیمه ییزو همکارانو په همکارۍ یې د اړتیا وړ توکي لکه پټو،د ماشومان جامې، د ماشومانو جامې، پخلنځي او د حفظ الصحې کیټونه سیلاب ځپلو ته رسولي دي.

خو په بغلان ولایت کې له یوې اونۍ ویجاړونکو سیلابونو وروسته؛ يو شمېر سېلاب ځپلي وايي چې لا يې هم  هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ تنه مړه او تر يو زرو۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو دغه وزارت وايي چې دا احصايه لومړنۍ او د بدلون په حال کې ده.