افغانستان

سرچينې: د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو څلور تنه وژلي دي

د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ سرچينې وايي، چې د پاکستاني ځواکونو د توغنديو په بريد کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ دوو سرچينو آمو ته وويل چې په وژل شويو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دی.

له بلې خوا د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم سرچینې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو د دوام خبر ورکوي.

دا نښتې له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ روانې دي، له دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو چې د دغو نښتو یو مهم لامل د پاکستان د پوځ له خوا په صفري نقطه کې د پوستې جوړول دي.

خو د ځاځي اريوب ولسوالۍ يو قومي مشر محمد بيا وايي، چې دا موضوع بايد د خبرواترو له لارې حل شي.