افغانستان

 قمي: د دوحې راتلونکې غونډه باید د سیمې او افغانستان د واقعیتونو پر بناء وي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې د راتلونکې غونډې موضوع او تمرکز باید د سیمې او افغانستان د واقعیتونو پر بناء وي.

نوموړي د اېکس په یوې ليکنه کې دا هم ویلي، چې «تر اوسه د افغانستان د کړکېچ او ننګونو په هواري کې د سیمې د هېوادونو اقدامات ګټورې نه دي تمام شوي او ددې وضعیت په دوام به  اروپا هم له ننګونو سره لاس او ګريوان شي.»

هغه وویل، «ایران چمتو دی چې د افغانستان له بېلابېلو خواوو سره د سلا مشورو پر بنسټ له اروپا سره د همکارۍ د هراړخیز پلان د جوړولو په برخه کې چې د افغانستان د ملت او هېواد پر ګټو ټینګار کوي، نوې همکارۍ تعریف کړي.»

ټاکل شوې د دوحې دریمه غونډه په راتلونکې میاشت کې جوړه شي. د دغې غونډې د جوړېدو د اعلان راهيسې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د سیمې د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډې زیاتې شوې دي.