نړۍ

ایران د عرب اتحاديې له خوا د درېیو ټاپوګانو طرحه غندلې 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د دريو ټاپوګانو په اړه د عرب اتحاديې نوې طرحه د نه منلو وړ بللی او رد کړې يې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په بحرین کې د عرب مشرانو  د درې دېرشمې غونډې په بیانیه کې د ايران د فارس خلیج کې د دریو ټاپوګانو په هکله د عرب اتحاديې د طرحې «غندنه» کړې ده.

ناصر کنعاني په دې ټينګار کړى، چې د ابو موسی، لوی تنب او کوچنی تنب ټاپوګان د ایران د خاورې ابدي برخې دي او ويلي يې دي، چې دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي.

 که څه هم هغه د فلسطین د دفاع او د غزې په تړانګه کې د «جنګي جنایتونو» د غندلو په برخه کې د وروستۍ بیانیې د ځينو برخو هرکلی وکړ؛ خو د اسرائیلو د «جنګي جنایتونو» د مخنیوي لپاره یې د اسلامي هیوادونو دلا زيات اتحاد او یووالي پر اړتیا ټینګار کړى دى.