نړۍ

د امریکا د استازو جرګې له اسراییلو سره د مرستو طرحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې پرون (پنجشنبه د غويي ۲۷مه) اسراییلو ته د تسليحاتي  مرستو استولو په اړه د جمهوري غوښتونکو ګوند په مشرۍ یوه طرحه تصویب کړه.

دا طرحه به د امریکا ولسمشر جوبایډن دې ته اړ کړي چې اسرائیلو ته وسلې واستوي.

تر دې مخکې جوبایډن اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و، که د غزې په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند خوندي نه شي، اسرائیلو ته به د وسلو ورکول بند کړي.

دغه طرحه په ٢٢٤ موافقو او ١٨٧ مخالفو رايو سره تصويب شوه.

خوله بلې خوا، د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټ ګوند اسرائیلو ته د بمونو او تجهیزاتو د لېږلو د ځنډولو غوښتنه کړې او د غزې په جګړه کې یې د اسرائیلو د بریدونو پر مهال د ملکیانو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې دوو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د وسلو په برخه کې د يو میلیارد ډالرو طرحه د بیا کتنې لپاره کانګرس ته  واستوي.

د دغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ، اسرائیلو ته د امریکا د وسلو په وروستۍ بسته کی د ټانک مرمۍ، راکټونه او زغره وال موټرې شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې له دریو محاذونو څخه پرمختګ کړی او پررفح د پوځي فشار د زیاتولو تر څنګ یې د غزې د تړانګې مرکزي او شمالي سیمو ته هم خپل ځواکونه استولي دي.