سوداګري

دکازان په یوه غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې

د طالبانو د صناعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روسیې-اسلامي نړۍ په غونډه کې د افغانستان او روسیې پر اقتصادي وړتياوو، د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو، د افغانستان پر کانونو د پانګونې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د صناعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړى و، چې د دوی یو لوړ پوړی پلاوی د روسیې او د اسلامي نړۍ د اقتصاد په پنځلسمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې تاتارستان  ته تللی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د تاتارستان جمهوریت د سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچنکو، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې رئیس رستم خبیبولین او په مسکو کې د طالبانو سفير جمال ناصر غروال په ګډون روسي او طالب چارواکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ادعا وکړه چې افغانستان دطبیعي زیرمو او امنیت له پلوه د پانګونې لپاره خوندي هېواد دی.

له بلې خوا، په مسکو کې د طالبانو سفیر جمال ناصر غروال ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی د واک له بیا پیلېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې هم ښې شوې دي.

خو ددې ټولو سربېره، خبرپاڼې د روسي چارواکو په حواله ویلي چې روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې د اوبو په پروژو  پانګونه وکړي.

ټاکل شوې د روسیې او اسلامي نړۍ پنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه د روان کال د مٸ په ۱۹مه د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.