افغانستان

د طالبانو او پاکستاني پوځيانو  ترمنځ اوس هم په پرلپسې ډول نښته روانه ده

د هېواد په ختيځ کې د پکتيا ولايت سرچينې وايي، چې د پنجشنبې په سهار يو ځل بيا د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې او لا هم په پرله پسې ډول دوام لري.

دغه نښته د پکتيا ولايت د ډنډ پټان په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (چهارشنبه)هم  د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب سيمه کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو تر منځ څو ساعته نښته شوې وه.

سرچینې وايي، چې د چهارشنبې ورځې په نښته کې لږ تر لږه د طالبانو شپږ غړي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.