افغانستان

ایران او پاکستان په یو ورځ کې له درې زرو زیات کډوال ايستلي 

په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې درې زره افغان کډوال ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ (چهارشنبه د غويي ۲۶) ۲زره۶۲۱ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او په زوره ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغو کډوالو کې کورنۍ او جره ګان هم شامل دي، چې د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په ورته مهال، دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (چهارشنبه د غويي ۲۶مه) له پاکستانه ۳۷۰ افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پربنسټ، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي چې له پاکستان څخه په راستنو شویو کسانو کې ۷۰ کورنۍ هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې  پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.