افغانستان

په افغانستان کې د جنګي جنایاتو له امله د استرالیايي  چارواکو  پر وړاندې د دغه هېواد د پوځیانو  غوصه

یوه خپلواکه پلوى چې په افغانستان کې د استرالیا د ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د څېړنو څارنه کوي خبرداری ورکړی، چې د لوړپوړو پوځي چارواکو له خوا د حساب ورکولو نشتوالي د استرالیا پوځیان او تجربه کاران “سخت په غوصه” کړي دي.

د آسټرالیا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پلاوى دا هم ویلي چې د پل برېټون د څېړنو له نظرونو سره همغږى نه دی.

په ۲۰۲۰ کال کې د ښاغلي برېټون څېړنو ښودلې وه، چې لوړپوړي آسترالیايي افسرانو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ۳۹ افغان بندیانو او ملکي وګړو په وژلو کې لاس درلود.

د دې څېړنې په راپور کې، چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش لپاره چمتو شوی، ویل شوي چې ۱۹ سرتېري د ۳۹ افغان بندیانو او ملکي وګړو د وژلو او له دوو نورو سره د«ظالمانه» چلند تورن دي او دا قضیه باید وڅېړل شي.

د دغه راپور پر بنسټ، د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز هم په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه چې د دوی په حکم شوي، د دغه هېواد د جګپوړو افسرانو د ستاینلیکونو او جایزو د لغوه کولو د وړانديزونو د څېړنو په حال کې دى.

پر دې څېړنو د څارنې خپلواک پلاوى وايي، چې استرالیا د پوځ قوماندانان باید په افغانستان کې د «جنګي جرمونو» په اړه د ددوى د قوماندو له امله مسٶل وپېژندل شي. 

له همدې امله د استرالیا د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د جنرال ډیویډ هرلي په ګډون د دغه هېواد اوسني او پخواني دفاع وزیران ددې مسٶليت منلو له وړانديزونو سره مخامخ دي چې د خپلو قوماندو د هغو ناکامیو مسوولیت ومني چې ښايي په افغانستان کې د جنګي جرمونو لامل شوي وي.

په ورته وخت کې د استرالیا سناتور مالکوم رابرټز ABC نیوز ته وویل: «د دفاع وزارت لوړ پوړی مشرتابه له حساب ورکولو څخه ډډه کوي، دوی باید دهغو جرمونو حساب وکړي چې ویل کیږي د دوی تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.»

دغه استرالیايي سناتور دا هم ويلي: «که غواړو چې خلک د جنګي جرمونو په تور زندان کې واچوو، نو لومړی باید د هغو جنرالانو او سیاستوالانو لاسونو وتړو، چې استراليايي سرتېرې  یې هلته (افغانستان) ته لېږلي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه ناندرۍ زیاتې شوی دی.

له بلې خوا په بريتانيا کې يوه محکمه هم په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا د ترسره شويو احتمالي جنګي جرمونو د ادعاوو او قضيو په اړه څېړنه کوي.