نن یکشنبه د چنګاښ دیارلسمه د محرم یا عاشورا له لسمې سره برابره ده. په دې ورځ امام حسین له خپلو ۷۲ یارانو سره یوځای د یزید او د هغه د لښکرو له لوري په شهادت ورسېدل.
په دې ورځ د هېواد اوسېدونکي او د نړۍ نور مسلمانان د ماتم مراسم جوړوي. د محرم د لسمې د ماتم مراسم د محرم له لومړۍ پیلېږي.
محرم د قمري کال لومړۍ میاشت ده چې په ۶۱م قمري کال د محرم په لسمه د عراق په کربلا کې د حضرت محمد مصطفی (ص) د لمسي د شهادت او د کربلا پېښه رامنځته شوې ده.
امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ یارانو سره یوځای د یزید او د هغه د لښکرو له لوري دغه سیمه کې په شهادت ورسېدل.
دغه پېښه د اسلام په تاریخ کې د یوې مهمې نکتې په توګه یادېږي چې هر کال د ماتم دغه مراسم ورته ترسره کېږي. د محرم ماتم د محرم میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي. په افغانستان کې د هېواد اوسېدونکي هم دغه مراسم ترسره کوي.
د هېواد شیعه اوسېدونکي بیا د ماتم دغه مراسم په ځانګړې توګه ترسره کوي. په تکیه خانو کې د خلکو په شتون سره نوحه ویل، سینه وهل او وینا.
د تېر دولت په وخت کې د محرم لسمه عمومي رخصتي اعلان شوې وه خو واک ته په بیاځلي رسېدو طالبانو دغه رخصتي له تقویم څخه لرې کړه.
له اوږدو کلونو راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې د محرم مراسم په یووالي او د یو موټیتوب په فضا کې د هېواد د بېلابېلو اسلامي مذاهبو د پیروانو ترمنځ ترسره کېږي.