افغانستان

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په افغانستان کې د سېلابونوځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

٨٧ کلن پاپ فرانسیس د دغو سیلابونو ځپلو په اړه وویل: “زه د قربانیانو، په تېره بیا د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوم.”

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې زیانمن شویو خلکو سره “بېړنۍ مرستې” وکړي.

په بغلان کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او يوزر۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغو سېلابونو ،له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او لا هم  بشپړ بې برخليکه ژوند تېروي.

بشرپاله بنسټونو هم د روغتیايي مرکزونو او د اوبو او سړکونو په ګډون د مهمو زېربناوو د ویجاړېدو خبرداری ورکړی.