افغانستان

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان بندیان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له زندانونو یې ۱۵ افغان بندیان خوشي کړي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، دغه درې تنه بنديان د پاکستان له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته پرون (سه شنبه د غويي ٢٤مه) هېواد ته راستانه شول.

طالبانو د دغو کسانو د نيولو لامل په دغه هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه درلودل ياد کړي او ويلي يې دي، چې دغو بنديانو له درېيو ورځو څخه تر ١٨ مياشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس راپور ورکړى و، چې د پاکستان د سند او بلوچستان ايالاتونو له زندانونو  ٦٤ تنه افغان بنديان خوشې شوي دي.