افغانستان

په فراه کې د يوکور د چت د پرېوتو له امله شپږ تنه مړه شوي 

په فراه کې د يوه کور د چت د پرېوتو له امله د پنځو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.

په فراه کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند محمد اسرائیل سیار وايي، په دې پېښه کې ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې مړه شوي او ټپيان د څو کورنيو څخه دي، چې د خوښۍ د مراسمو لپاره راټول شوي وو.

هغه وايي چې دا پېښه تېره شپه (د غويي په ٢٤مه) د دغه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

په فراه کې د طالبانو له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس وايي، چې د دې چت د نړېدو لامل د دې کور په دهلېز او دېوال  کې د درزونو شتون ياد کړى دى.