افغانستان

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې ۲۲ لاريون کوونکي نیولي دي

په بدخشان کې خپلواکو سرچینو آمو ته ومنله، چې طالبانو د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د برلاس کلي ۲۲ لاريون کوونکي نیولي او د بدخشان مرکز فیض آباد ته یې لېږدولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو لاريونونو کې د ټپيانو شمېر ٢٠ تنو ته لوړ شوى دى.

تر دې مخکې خپلواکو سرچینو آمو ته منلې وه، چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې پر لاریون کوونکو د طالبانو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.

یوې بلې سرچینې  آمو ته د روغتون د یوه انځور په استولو سره ویلي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

په ورته وخت کې د افغان ميرمنو غږ غورځنګ د یوه کمپاین په پیلولو سره د بدخشان له لاريونونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

په بدخشان کې د لاريونونو دویم پړاو؛ برلاس کلی، د بدخشان ارګوی ولسوالی؛ بدخشان د لاريونونه د دویم پړاو مرکز؛ خپلواکو سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو له دغه کلي څخه ۲۲ لاريون کوونکي نیولي او د چورلکې په واسطه یې د بدخشان مرکز فیض آباد ته لېږدولي دي.

دبدخشانيانو دملي ټولنې رييس سيد محمد رضا هاشمي وويل: «په دې پيښه کې له دريو څخه تر پنځو تنو پورې شهيدان شوي او له پنځلسو څخه زيات ټپيان شوي دي، له نېکه مرغه دا شهيدان هغه کسان دي چې له خپلو ناموسونو، ځمکو او مالونو څخه  په دفاع کې شهيدان شوي دي.»

تر دې مخکې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو چې د لاريون  په دویم پړاو کې د طالبانو په ډزو کې درې لاريون کوونکي وژل شوي دي. یوې ځايي سرچینې د دوی د جنازې يو انځور آمو ته رالیږلی دی.هغه خلک چې  له شاوخوا دوو اونیو راهیسې د اعتراض په توګه شعارونه ورکوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په بدخشان کې د لاريونونو د بیا پیلولو په اړه نوی او رسمي دریځ نه دی غوره کړى؛ خو دوی مخکې ویلي وو، چې دغه لاريونونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر ضد ترسره شوي وو.

خو په بدخشان کې دغه لاريونونه د خلکو له پراخ ملاتړ سره مخ شوي، ځينو يې په ټولنيزو شبکو کې د بدخشان د خلکو ترڅنګ د پاڅون غږ کړى او ځينو يې لکه د ميرمنو غږ غورځنګ د ملاتړ لپاره کمپاين پيل کړى دى. او دغه لاريونونه  يې د «ظلم پر وړاندې پاڅونونه»بللي.

د افغان ښځو غږ غورځنګ مشرې قدريه رضايي وویل: “موږ د افغان ښځو غږ غورځنګ«د بدخشان له خلکو خپل ملاتړ اعلانوو او د افغانستان له خلکو غواړو چې د بدخشان د خلکو تر څنګ ودرېږي»

د افغان ښځو غږ غورځنګ يوه بله غړې وايي: «د بدخشان خلکو زړورتیا ښودلې، د طالبانو له لاسونو یې د وېرې طليسم مات کړى دى؛ موږ ټول افغانان، نارینه او ښځینه، د بدخشان له خلکو خپل ملاتړ اعلانوو.»

دا په نږدې دوو اونیو کې په  بدخشان کې د خلکو د لاريونونو دویم پړاو دی، چې د طالبانو لخوا ځپل کېږي.

 د خپلواکو سرچينو د معلوماتو له مخې، د لاريون په لومړي پړاو کې د نظام الدين په نوم يو تن په درايم ولسوالۍ کې او د عبدالباسط په نوم يو تن په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو د ډزو په پايله کې وژل شوي دي. سرچینو د ۱۵ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دى.