افغانستان

د طالبانو د اړیکو کمیسیون: الله ګل مجاهد د «وژنې د نوې قضیې» پر بنسټ بندي شوى 

د طالبانو د اړیکو کمیسیون د سه شنبې په ورځ (د غويي ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې د سعیدالله د وژلو په تور د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد د نیولو په اړه وضاحت ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعیدالله په وژنه مظنونو کسانو ادعا کړې چې الله ګل مجاهد د پيسو په بدل کې  د دغه کس د وژلو امر  کړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو اعلان وکړ، چې الله ګل مجاهد به تر څېړنو او د محکمې د پرېکړې تر اعلان پورې په بند کې وي.

طالبانو ویلي چې قاري سعیدالله په ۱۴۰۲ کال کې وژل شوی دی.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، الله ګل مجاهد د څه مودې لپاره د طالبانو له خوا بندي شو، او له خوشې کېدو وروسته ایران او ترکیې ته ولاړ، خوڅه موده وړاندې د د طالبانو د اړيکو د کمیسیون په بلنې افغانستان ته بېرته راستون شو.