افغانستان روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷ روغتیايي ډلې واستول شوې

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم وايي، افغانستان ته یې د سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۷ روغتیايي ډلې استولي دي.

د هغه په ​​وينا، په دغو سېلابونو کې تر ٣٠٠ زيات کسان مړه شوي او کورونه او روغتيايي مرکزونه هم سخت زيانمن شوي دي.

هغه پر اېکس ليکلي«موږ زیانمنو ټولنو ته مهم درمل او طبي توکي چمتو کوو»