افغانستان

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کميسيون: د افغانستان په شمال کې سېلابونو شاوخوا ۷۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون  وايي، د افغانستان په شمال کې سېلابونو شاوخوا ۷۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

دې ادارې پر اېکس یوه ليکنه کې ویلي، چې دوی د دغو سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې رسوي.

د طالبانو له لوري خبرې شوې شمېرې ښيي چې د هېواد په شمال کې د بغلان په ولایت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه دوه زره کورونه زيانمن او یا هم ويجاړ شوي دي.