افغانستان

د مقاومت جبهې په هرات کې د  درېیو طالبانو د وژلو  ادعا وکړه

د مقاومت جبهه په یوې خبرپاڼه کې ادعا کوي چې پرون (یکشنبه د غويي ۲۳) په هرات ولایت کې يې په دوو جلا بریدونو کې درې تنه طالبان  وژلي او یو تن يې ټپي کړى دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، لومړى بريد د هرات ښار په ١١مه ناحيه کې او دويم بريد د دغه ولايت د تولک ولسوالۍ په کلور سيمه کې شوى دى.

دغه جبهه وايي، وژل شوي طالبان په هرات کې د دوی د قول اردو اړوند دي او د نورالله حنظله په نوم د طالبانو يو غړى چې د غور ولايت اوسېدونکى دى، هم پکې شامل دى.

د مقاومت جبهه وايي چې په دغو بریدونو کې یو ميل کلاشینکوف او یوه مخابره هم د دوی لاس ته لوېدلې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دى، چې دې جبهې له دې وړاندې هم په کابل کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا هم کړې وه.