نړۍ

په جبالیه کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۱۹ تنه وژل شوي دي

اسراييلي پوځ په جباليه کې د فلسطيني کډوالو کمپ بمبار کړی، چې په دغو بمباريو کې د استوګنې يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د دغه راپور له مخې په تېرو څو ساعتونو کې په غزې تړانګه کښې د دغو بريدونو په لړ کې ۱۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسرائیلي ځواکونو دغو ته کډوالو له ته د جبالیه له کمپ څخه د وتلو امر کړی و.

د دغه راپور له مخې، اسرائیلي ټانکونه د غزې په شمالي سیمو کې له ننوتلو وروسته په جبالیه کې د فلسطینی کډوالو کمپ ته ننوتي دي.

رویټرز خبري اژانس وایي، د اسرائیلو پوځ په تیره شپه او ورځ کې د غزې په تړانګه کې له دریو محاذونو پرمختګ کړی او په رفح باندې د فشار راوړلو تر څنګ  یې د غزې مرکزی او شمالی سیمو ته هم خپل ځواکونه استولی دی.

خو؛ اسرائیلي پوځ ویلي، چې پر جبالیه کمپ د بریدونو موخه د حماس د هغو هڅو له منځه وړل وو، چې د خپلو پوځي وړتیاوو د بیارغولو لپاره یې کولې.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو د پوځ ویاند وایی: «موږ په تېرو اونیو کې په جبالیه کې د حماس د پوځی توان د بیا جوړولو لپاره هڅې کشف کړې دی. موږ د دغو هڅو د له منځه وړلو لپاره هلته عملیات کوو.»

د يادونې ده، چې په غزې تړانګه کې د اسراييلو د پوځي عملياتو دوام؛ په ځانګړې توګه پر رفح پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او د فلسطین له خلکو سره د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل هم له رفح ښاره د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د اسراییلو اقدام د نه منلو وړ بولي او وايي، چې« له رفح څخه د ملکي وګړو د ایستلو او ناامنو سیمو ته د تګ لپاره د زور کارول د زغم وړ نه دي.»

د اروپايي ټولنې دغه چارواکي ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې اسراییل اړ دي چې د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.