افغانستان

طالبان: په بغلان کې دسیلابونو له امله تراوسه ۳۱۵ کسان مړه شوي دي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس يوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په بغلان ولایت کې د سیلابونو په پایله کې تر اوسه ۳۱۵ تنه مړه شوي دي.

د دغه خبر پاڼې پر بنسټ، د بغلان د مرکزي ولسوالۍ په شیخ جلال کلي، د صالح ښارګوټي او همدارنګه د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ په شرشر کلي کې يوزرو۶۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي دي چې په دغو سیمو کې ۶۶۵ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي دي چې دا احصایه لومړنۍ ده او لا هم د مالي او ځاني زیانونو د زیاتیدو احتمال شته.

په همدې حال کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (د ثور ۲۳ او ۲۴) د کابل، تخار، بدخشان، بغلان، پنجشیر، لوګر، میدان وردګ،کونړ،لغمان، پروان په ګډون د هېواد په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو د احتمال خبرداری ورکړی.

دغه وزارت وايي، د پنج آمو او کابل سيند په حوزو کې چې دغه ۱۰ ولایتونه هم  په کې شامل دي، د اوبو حجم لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سیلابونو په بغلان، بدخشان او نورو ولایتونو کې دسلګونو کسانو ژوند اخيستى دى.