افغانستان

په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله تر۳۰۰ زرو زيات ماشومان زیانمن شوي

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره وايي، د بغلان په پنځو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله څه باندې درې سوه زره ماشومان زیانمن شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله څه باندې ۶۰۰ زره کسان زیانمن شوي چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ساتنې نړيواله بنسټ همداراز وايي، چې دې ولايت ته يې د ماشومانو د ساتنې ټيمونه او په روغتيايي وسايلو سمبال ګرځنده روغتيايي مرکزونه لېږلي؛ څو د سېلابونو له امله زيانمن شويو ماشومانو او کورنيو ته پاملرنه وکړي.

ددې راپور پر بنسټ، د دغې موسسې مشر ارشد مالک وویل:«وروستیو سیلابونو یوشمیر کلی ویجاړ کړی، کورونه يې خراب کړي او څاروی یې له منځه وړی دی. ماشومانو هم هر څه له لاسه ورکړل. هغه کورنۍ چې لا هم د تېرو درېيو کلونو وچکالۍ له اقتصادي اغیزو سره مخامخ دي، بیړنيو مرستو ته اړتیا لري»

دغه سازمان وايي، چې د روان زېږدېز کال له پیل راهیسې په افغانستان کې شاوخوا دیارلس زره کسان له طبیعي پېښو اغېزمن شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې نړيوال سازمان په دې وخت(سختوشرايطو) کې د نړيوالې ټولنې مرستې اهمې بللې دي او ويلي يې دي، چې نړيواله ټولنه بايد د موسمي بحران د سمدستي او اوږدمهاله اغيزو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو د نړیوال سازمان د تازه راپور پر بنسټ، یوازې په بغلان ولایت کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او یو شمېر لا هم لا درکه دي.

د ماشومانو د ساتنې نړيواله بنسټ همداراز وايي، چې دې ولايت ته يې د ماشومانو د ساتنې ټيمونه او په روغتيايي وسايلو سمبال ګرځنده روغتيايي مرکزونه لېږلي؛ څو د سېلابونو له امله زيانمن شويو ماشومانو او کورنيو ته پاملرنه وکړي.

ددې راپور پر بنسټ، د دغې موسسې مشر ارشد مالک وویل:«وروستیو سیلابونو یوشمیر کلی ویجاړ کړی، کورونه يې خراب کړي او څاروی یې له منځه وړی دی. ماشومانو هم هر څه له لاسه ورکړل. هغه کورنۍ چې لا هم د تېرو درېيو کلونو وچکالۍ له اقتصادي اغیزو سره مخامخ دي، بیړنيو مرستو ته اړتیا لري.»