سویلي آسیا

په پاکستان کې په وسله واله نښته کې دوه تنه وژل شوي

نن سهار (یکشنبه، اپریل ۱۲) د تحریک طالبان پاکستان او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ په وسله واله نښته کې دوه تنه ووژل شول.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دا وسلواله نښته د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په احمدخېلو سیمه کې شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان غړي دي.

په دغه ایالت کې چارواکو ویلي چې «دواړو لورو ته» مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د وژل شويو پاکستاني امنيتي ځواکونو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې جګړه لا هم روانه ده.

د دغه راپورونو پر بنسټ، دغه نښته د ياد هېواد د وسله والو پر وړاندې د پاکستان د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په چوکاټ کې رامنځته شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په   پاکستان کې تېر کال بې ساري امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې ډېرو پیښو مسوولیت په غاړه اخيستى دی.