ښځې

افغان معترضو ښځو د «جنسيتي تبعیض» پرضد نړیوال کمپاین پیل کړ

تصویر از آرشیف

پر اېکس د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونو خپلواک ایتلاف ویلي چې دغه ایتلاف د «جنسي تبعیض پر وړاندې نړیوال کمپاین» پیل کړی دی.

د بشري حقونو دغه مدافع سازمان وايي، دغه کمپاین د افغان ښځو په مشرۍ د بشري حقونو د فعالانو، بنسټونو، مشهورو ملي او نړیوالو څېرو د اعتراضي خوځښتونو په ګډون پیل شوی دی.

د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونوو خپلواک اٸتلاف  ویلي، چې د دې کمپاین د پیلولو هدف «د جنسیتي تبعیض رسمي کول او په نړیوالو قوانینو کې يې دجرم په توګه ثبت کول دي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د دې هشټاګ پیلولو ته په اشارې سره ويلي دي، «ښایي طالبانو بدلون نه وي کړى؛ خو افغانو میرمنو ضرور بدلون کړى دی».

دغه سازمان ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره په هره برخه کې مرسته کوي او هغه خدمات تمویلوي، چې دوی ورته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د یو شمېر ښځينه لاريون کوونکو او د ښځو د حقونو د فعالانو په حواله ویلي چې افغان ښځې د طالبانو له خوا د تعلیم او کار په برخه کې لګول شوي محدودیتونه نه مني او نه ورته تسلیمېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته په ښوونه او روزنه، کار او په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور ډېر محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي، چې له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شول؛خو  ددې سربېره طالبانو د ښځو په اړه په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.