افغانستان ښځې

دملګرو ملتونو د ښځو څانګه: ښايي طالبانو بدلون نه وي  کړي؛ خو د افغانستان ښځو ضرور بدلون کړى

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغان معترضو ميرمنو له خوا د هشټيګ پیلولو ته په اشارې سره وویل: «ښایي طالبان بدل شوي نه وي؛ خو افغان میرمنو ضرور بدلون موندلى دی.»

دغه سازمان نن (شنبه، د غويي ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره په هره برخه کې مرسته کوي او دهغو خدمتونو چې دوی ورته سخته اړتیا لري؛ ملاتړ کوي.

دغه سازمان د ځینو اعتراض کوونکو ښځو او د ښځو د حقونو د فعالانو په حواله ویلي، چې افغان ښځې د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې لګول شوي محدودیتونه نه مني او نه ورته تسلیمیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو شااوخوا دريېو کالو واکمنۍ راهيسې ښځو باندې ددوى لخوا د کار او زده کړو په ګډون ګڼ محدوديتونه لګېدلي، چې د ملګرو ملتونو، يوشمېر هيوادونو اود بشري حقونو فعالانو د غوښتنو سربېره لا هم طالبانو پر ښځو خپلو محدوديتونو ته دوام ورکړى دى.