افغانستان

په بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شو

په بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د اوښتې مړينې شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د شورا منشي او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست مرستيال غلام رسول قانع وايي، چې د دغه ولايت په فلول سيمه کې خلکو له سېلابونو ١٥٠ جسدونه را ايستلي دي.

هغه وايي چې لا هم د دې احتمال شته چې دغه شمېره لوړه شي.

غلام رسول قانع زياته کړه، چې په دغه ولايت کې له دغې ويجاړونکې پېښې څخه د يوې شپې او ورځې په تېرېدو سره د مرستندويه ادارو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د هغه په ​​وينا، دغو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او خلک دا مهال بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.