افغانستان

په تخار کې د سېلابونو له امله «تراوسه»تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د تخار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله تر اوسه تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د تخار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالمتین صافي آمو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې تر اوسه په دغه ولایت کې له دغو سیلابونو څخه تر ۲۰ زیات جسدونه را ایستل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په تخار ولايت کې د سېلابونو د قربانيانو شمېر هره شېبه د بدلېدو په حال کې دى او زياتېږي.

د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند وایي، دغه سیلابونه په اشکمش، چال، نمک آب او فرخار ولسوالیو کې راوتلي دي.

هغه دا هم ويلي، چې په دغو سېلابونو کې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي؛ خو تر لا اوسه یې کره شمېر په لاس کې نه لري.

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ فلول سیمه په بشپړ ډول سیلابونو لاندې کړې ده.

له بلې خوا د ټولنيزو رسنيو دغه کارونکي وايي، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او مرکزي بغلان کې سېلابونه ډېر شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، چې تر اوسه په دغه ولایت کې له سېلابونو څخه د ۵۰ کسانو مړي را ایستل شوي دي. خو د دې شمېر د ډېرېدو احتمال شته.

تر اوسه په بغلان، تخار، هرات، کندز، فاریاب، کندهار، بادغیس او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو او تلفاتو کره شمېرې نشته.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو له نشتوالي او د دوی وضعیت ته له نه پاملرنې شکایت کوي.

په همدې حال کې د تخار، بغلان، کندز، فاریاب، بادغیس، غور، هرات او کندهار ولایتونه په تېرو دوو ورځو کې د بې ساري سیلابونو شاهدان دي او دغو سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.