نړۍ

«اسراییل په غزه کې د امریکايي وسلو په کارولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسراییل د غزې په جګړه کې د امریکا د وسلو په کارولو له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تراوسه نه دي توانېدلي په غزه کې دګډوډۍ او روانې جګړې له امله  د اسرائيلو لخوا د امریکايي  وسلو په کارولو سره د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې مشخصه قضيه ثبت کړي.

په ورته مهال، د بایډن ادارې لا دمخه اسراییل ته د تسليحاتي  مرستو لېږل بند کړي او ویلي یې دي چې متحده ایالات ياد هیواد ته د نورو وسلو په ورکولو غور کوي.

 د دغه خبري آژانس د راپورپر بنسټ، په غزه کې د اوربند په اړه خبرې اترې په قاهره کې له هوکړې پرته پای ته ورسیدې او اسرائیلو د قطر او مصر د منځګړیتوب وړاندیز د نه منلو وړ بللی دی.

خو واشنګټن وايي هڅه کوي؛ تر څو اسراییل او حماس قانع کړي چې جګړه ودروي.

سپینې ماڼۍ ددې خبرو پاى ته رسېدل، چې د سي آې اى  مشر ویلیم برنز له خوا ورسره  مرسته کېدله«د ژورې خواشینۍ وړ» بللي دي؛ خو ويلي يې دي، چې دغه اختلافات د حلولو وړ دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ويلي: «موږ سخت کار کوو چې دواړه خواوې د خبرو په دوام کې آن په مجازي بڼه هم ښکیل وساتو»

دا په داسې حال کې ده، چې بایډن تېره ورځ له سي اېن اېن سره په مرکه کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ، که د غزې د تړانګې په سويل کې پر رفح ښار باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، له دغه هیواد سره به تسليحاتي مرستې بندې کړي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې بشري مرستې ختمې شوي دي او لا نورو مرستو ته اړتیا لري.