افغانستان

سرچینې: طالبانو د بدخشان په دریو برخو کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي

خپلواکو سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو د لاریون کوونکو د غوښتنې خلاف د درايم، ارګو ولسواليو او فیض اباد ښار کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

په بدخشان کې د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې د چهارشنبې په ورځ په فيض اباد ښار کې د طالبانو د پوليسو پر کاروان د چاودنې پړه پر غاړه واخيست.

په يادو ځايونو کې دسرتېرو ځاى پرځاى کېدنه په داسې حال کې کېږي، چې لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې له طالبانو غوښتي وو چې “هغه طالبان چې د بدخشان د خلکو په ژبه نه پوهېږي، له دغه ولايته وباسي”.

په همدې حال کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد پرون چهارشنبه له بي بي سي سره په مرکه کې د دغو لاريونونو د لامل په اړه وویل چې خلک د نشه‎يي توکو د کښتونه له منځه وړلو لپاره ژمن دى؛ خو هلته د ډيرو ځواکونو شتون د” ناسم پوهاوي” د رامنځته کېدو لامل شوى دى.

د بدخشان والي محمد ایوب خالد وویل: “د تخريب پر مهال دوی له موږ سره ژمنه کړې وه، چې د کوکنارو کښت به له منځه وړي، دا خلک بې وزله دي، د کښتونو د اړولو توان یې نه درلود. دوی له موږ سره ژمنې وکړې، بس دا چې مجاهدین (طالبان) ډېر راغلي وو، د تریاکو وخت را نږدې شوی و، طبیعي ده چې کله خلک ډېر وطن ته راشي، ناسم پوهاوى رامنځته کېږي.”

د سرچینو په وینا، د لاريون کوونکو بله غوښتنه دا وه چې په دغو لاريونونو کې د دوو وژل شويو کسانو قاتلین دې خلکو ته وسپارل شي. تر دې مخکې سرچينې ويلي و، چې د بدخشان په درايم او ارګو ولسواليو کې د نظام الدين او عبدالباسط په نومونو دوه کسان پر لاريون کوونکو د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.

خو تر دې دمه د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ اختلافات پرخپل ځای پاتې دي، تر دې مخکې په بدخشان کې سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د طالبانو د لوى درستيز فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو پلاوي د لاريون کوونکو سره په ليدنه کې دوى ته د “شکنجې او زندان” ګواښ کړی دی.

طالبان وايي، چې د دغو لاريونونو لامل د کوکنارو د کروندو له تخريبولو سره مخالفت دى. خو د بشري حقونو فعالان، سیاسي جریانونه او د هېواد یو شمېر سیاسي څېرې وايي، د دوی په باور دا لاريونونه د «ظلم پر وړاندې پاڅون دى».

په بدخشان کې د لاريون کوونکو او طالبانو تر منځ د دغو تاو تریخوالي په اوج کې؛ داعش خراسان څانګې پرون چهارشنبه په فیض اباد ښار کې د طالبانو د پولیسو پر کاروان د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه ومنله چې د فیض آباد ښار د جوزون په سیمه کې د طالبانو د پولیسو یو کاروان د موټرسایکل لخوا چې پکې ماين ځای پر ځای شوی، تر هدف لاندې ونيول شو، چې د ښاغلي قانع په وینا درې تنه طالب پولیس پکې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.