نړۍ

په کینیا کې د سختو سیلابونو له امله تر ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي

د کینیا حکومت ویاند آيزاک مواورا ویلي، چې په دغه هېواد کې تېره ورځ د سېلابونو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا، دا مهال ۷۲ کسان لادرکه، ۲۲۰ کسان مړه شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د سختو پرلپسې موسمي بارانونو او ورسره مل سيلابونو په ټوله ختیځ افریقا کې ګډوډي رامینځته کړې.

د ياد هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۶۳زره۲۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ویل کېږي چې د دغو پېښو په پایله کې ۲۲۳ زره کسان زيانمن شوي دي.